مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي او د بهرنیو چارو وزارت د اول سیاسي ریاست رئیس محترم مفتي نور احمد نور د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي آسیا حوزې ریاست له رئیسې آغلې داتو شازلینا زین العابدین سره وکتل او په ګڼو موضوعاتو یې بحثونه ترسره کړل

. دې لیدنه کې د مالیزیا او افغانستان ترمنځ د سیاسي برخې ترڅنګ په اقتصادي برخه کې د تعامل پر پراختیا او مالیزیا کې افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو او ویزو کې د تسهیلاتو په رامنځته کولو بحث وشو. همدا رنګه د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ او نړیوالو اړیکو انسټیټیوټ کې افغان ډیپلوماتانو ته د ډیپلوماسۍ روزنیزو کورسونو دایرولو باندې هم خبرې وشوې، چې په یادو برخو کې اغلې شازلینا د همکارۍ او موضوعاتو د تعقیب ژمنه وکړه.