په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د اندونیزیا د ۹ ولسمشر د مړینې له کبله د اندونیزیا سفیر او خلکو ته د تعزیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د اندونیزیا د ۹ ولسمشر د مړینې له کبله په مالیزیا کې د یاد هېواد د سفارت له خوا د تعزيت كتاب پرانیستې په پروګرام کې ګډون وکړ، ښاغلي احمدي په کتاب کې د تسلیت پیغام ثبتولو تر څنګ د اندونیزیا سفیر او خلکو ته د تعزیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.