په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د المعهد العالمي لوحدة المسلمين له رئیس سره ولیدل

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د المعهد العالمي لوحدة المسلمين له رئیس سره ولیدل په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي او د لوړو زده کړو وزارت پلاوي په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي نړیوال انسټیټیوټ له رئیس ښاغلي پروفیسور دوکتور داوود عبدالملک یحیی الحدابي سره په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. ښاغلي نقیب الله احمدي په پیل کې د مسلمانانو د یووالي نړیوال انسټیټیوټ د مشر په لیدو خوښي څرګنده کړه بیا یې د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او افغانستان ته د نوموړي د سفر په اړه یې هم یادونه وکړه. د لوړو زده وزارت پلاوي له ښاغلي الحدابي سره د افغانستان په تحصیلي موضوعاتو، ننګونو او وروستیو پرمختګونو او له مالیزیا سره د همکارۍ پراخولو په لېوالتیا مفصلې خبرې وکړې. د دواړو لوریو ترمنځ په ګڼو تحصیلي، سیاسي او وروستیو حالاتو د نظریو تبادله وشوه او راتلونکي کې د همکارۍ ډاډ څرګند شو.