په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د ټایلرز پوهنتون له عمومي رئیس سره ولیدل

په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د ټایلرز پوهنتون له عمومي رئیس پروفیسر باري وین سره په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. په پیل کې د یاد پوهنتون د رهبرۍ له لوري د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي ته تود هرکلی وویل شو، ورپسې د پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلي وین له لوري د پوهنتون په اړه هر اړخیز معلومات او پریزنټېشن وړاندې شو، چې د هرې برخې مسؤلینو پکې د خپلو رشتو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي احمدي په تحصیلي برخه کې د یاد پوهنتون له هلو ځلو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په یاد پوهنتون کې زیاتو افغان محصلینو ته تحصیلي فرصتونه چمتو او وړاندې شي. دغه راز یې د افغانستان له ځینو پوهنتونو سره د هوکړه لیکونو په اړه هم بحث وکړ، تر څو د افغانستان د پوهنتونو او ټایلرز پوهنتون ترمنځ په مختلفونو برخو کې تحصیلي همکارۍ او د تجربو تبادلې ته لار پرانیستل شي. د دې ترڅنګ یې د تحصیلي دورې په جریان کې د محصلینو د تبادلې او د څیړنېزو موضوعاتو په برخه کې د ظرفیت لوړونې په موخه د همکارۍ په رامنځته کولو هم خبرې وکړې، د مجلس په پای کې د پوهنتون له مختلفو برخو روباټیک انجنیرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او نور لابراتورونو څخه هم لیدنه وشوه. ټایلرز پوهنتون په مالیزیا او نړیواله درجه بندۍ کې لوړ ځای خپل کړی دی، ډېری محصلین یې نړیوال زدکړیالان دي چې یو شمېر افغان محصلین هم پکې په زده کړو بوخت دي.