‏په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د برونای هېواد له سفیر سره ولیدل

‏په کوالالمپور کې د.ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د برونای دارالسلام هېواد له سفیر ښاغلي داتو محمود سادین سره ولیدل.

‏یاده لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او بروناي ترمنځ د اړیکو په څرنګوالي او بهیر بحث وشو، چې مالیزیا کې د ا.ا،ا لوی سفارت د برونای لپاره هم کار کوي. دا رنګه د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د نږدې او پیاوړو اړیکو پر ارزښت او راتلونکي کې د اړیکو پر جوړولو او پیاوړي کولو هم خبرې وشوې.

‏ترڅنګ یې په افغانستان کې په سرمایه ګذارۍ او تجارتي فرصتونو هم خبرې وشوې چې برونای پکې مرسته او همکاري کولی شي، مقابل لوري هم راتلونکي کې د اړیکو د پراختیا او مرستې ډاډ څرګند کړ.

‏په اسیا کې له مالدیف وروسته برونای کوچنی اسلامي او تر ټولو بډایه هیواد دی، چې د اسیا په سوېل ختیځ کې موقعیت لري.