په کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د اسلامي سازمانونو د مشورتي شورا له اجرائیوي رئیس سره ولیدل

ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د اسلامي سازمانونو د مشورتي شورا له رئیس ښاغلي فارس حاجي حسین سره په سفارت کې وکتل، دواړو لوریو د کابل او کوالالمپور په اړیکو خبرې وکړې، ښاغلي فارس زیاته کړه، غواړي له افغانستان سره د تجارت او بشري مرستو په برخه کې همکاري ولري او زموږ یو ټیم به په را روانه اګست میاشت کې د پانګونې فرصتونو په موخه کابل ته سفر وکړي. ښاغلي احمدي له خپل اړخه د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.