‏کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د بهرنیو چارو وزیر له مشاور او افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره ولیدل

‏ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر له سلاکار او افغانستان لپاره ځانګړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم سره په خپل کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل.

‏په یاده ناسته کې افغانستان ته د مالیزیا د دولت د لوړ پوړي پلاوی له رسمي سفر وروسته د دواړو هېوادونو اړیکو کې په مثبتو پرمختګونو خبرې وشوې، دغه راز افغانستان ته نږدې راتلونکي کې د ځینو نورو رسمي مسوؤلینو د سفرونو په اړه هم بحث وشو.

‏ښاغلي داتو اعظم وویل مالیزیا د تعلیم په برخه کې لېوالتیا لري تر څو له افغانستان سره مرسته وکړي او له کابل نه به هم د تعلیمي او تحصیلي ادارو مسؤلینو ته زمینه برابره کړي تر څو مالیزیا ته راشي او دلته له تعلیمي سیستمونو لیدنه وکړي.