کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست، د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارت رسمي پلاوي د مالیزیا د اسلامي علومو پوهنتون له عمومي رئيس سره ولیدل

مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د افغانستان د لوړو زده کړو او بهرنیو چارو وزارتونو څخه د راغلي پلاوي په ملتیا په مالیزیا کې د USIM (University Science Islam Malaysia) پوهنتون له عمومي رئيس ښاغلي پروفیسور ډاکټر داتو شرف الدین شاراني سره په تحصیلي برخه کې د همکارۍ په موخه ولیدل. یاد لیدنه کې د دواړه لوریو ترمنځ د تحصیلي همکارۍ پر پراختیا مفصل بحث وشو، چې د اکاډمیکو کدرونو تبادله، د افغانستان لوړو زده کړو وزارت اړوند بخشونو ظرفیت لوړونه او د مدیریت په برخه کې همکاري، د لنډ مهاله روزنیزو برنامو ترتیبولو ترڅنګ ګڼ شمېر نور موضوعات پکې شامل و. د دې ترڅنګ یاد پلاوی پلان لري، چې له USIM پوهنتون سره د خپلو کدرونو د روزنې په موخه د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې هوکړه لیک لاسلیک کړي، مقابل لوري له خپله اړخه په یاده پروسه کې د همکارۍ او هماهنګۍ ژمنه وکړه. کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت هڅه کوي چې په تحصیلي برخه کې له مالیزیا سره اړیکې پراخه او د دې پرمختللي اسلامي هېواد بریالۍ تجربې څخه ګټه تر لاسه کړي.