کوالالمپور کې د ا. ا.ا لوی سفارت سرپرست او د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست رئیس د مالیزیا دیني چارو وزیر سره ولیدل

د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي او د لومړي سیاسي ریاست رئیس ښاغلي مفتي نور احمد نور د مالیزیا په دولتي پلازمېنه پوتراجایا کې د مالیزیا د دیني چارو له وزیر ښاغلي دوکتور داتو محمد نعیم مختار سره د ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. یاده لیدنه کې د افغانستان د وروستیو حالاتو، امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت او ګڼو نورو موضوعاتو اړوند خبرې وشوې. ښاغلي وزیر، د مالیزیا او افغانستان اړیکې خورا ارزښتمنې وبللې او له افغانستان سره یې د مالیزیا د ولس او حکومت په حسنه اړیکو او همکاریو مفصلې خبرې وکړې. ښاغلي مفتي نور، له افغانستان سره د مالیزیا په نږدې اړیکو خوښي څرګنده کړه او د ښه تعامل او زیاتې همکارۍ له امله یې مننه وکړه. ښاغلي احمدي، له مالیزیا سره د وروستیو اړیکو اړوند خبرې وکړې او د فلسطین له مسلمانانو سره یې د مالیزیا د حکومت په ځانګړي ډول د مذهبي چارو د وزیر د همدردۍ له امله خوښي څرګنده کړه.