کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي او افغانستان د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي د مالیزیا لوړو زده کړو وزارت د مختلفو برخو له رئیسانو سره ولیدل

کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي او افغانستان د لوړو زده کړو وزارت رسمي پلاوي د مالیزیا لوړو زده کړو وزارت د مختلفو برخو له رئیسانو سره ولیدل یاده لیدنه کې د مالیزیا د لوړو زده کړو وزارت نړیوالو اړیکو ریاست رئیسې آغلې داکتر نور عزه بنت عمر، د لوړو زده کړو رئیس ښاغلي داتو اعظم او نورو مسؤلینو سره په مالیزیا کې د افغان محصلینو په ستونزو د بحث او تحصیلي برخه کې د همکارۍ په موخه ولیدل. لیدنه کې د دواړه لوریو ترمنځ د تحصیلي همکارۍ پر پراختیا مفصل بحث وشو، دغه راز په مالیزیا کې د مېشتو افغان محصلینو ستونزې شریکې شوې او د حل په مناسبو لارو چارو باندې خبرې وشوې، چې د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، د اکاډمیکو کدرونو تبادله، د محصلینو تبادله او علمي سیر، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت اړوند بخشونو ظرفیت لوړونه او د لنډ مهاله روزنیزو برنامو ترتیبولو ترڅنګ ګڼ شمېر نور موضوعات پکې شامل و. یاد پلاوي د مالیزیا له معتبرو پوهنتونونو سره د خپلو کدرونو د روزنې په موخه د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په موخه لیدنې ترسره کړې دي، چې مقابل لوري له خپله اړخه په یاده پروسه کې د همکارۍ او هماهنګۍ ژمنه وکړه.