‏کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د پارلمان له رئیس سره ولیدل

‏کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د یاد هېواد د پارلمان له رئیس ښاغلي تان سري داتو ډاکټر جوهري عبدالله سره د نوموړي په کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل.

‏ښاغلي احمدي، په پیل کې د افغانستان د اوسني هر اړخیز وضعیت، داخلي او خارجي سیاست، د پانګونې په فرصتونو او د سیمې د هېوادونو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې سره د نوي حکومت پر تعاملاتو مفصلې خبرې وکړې.

‏دغه راز د تاریخ په لړکې کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د اړیکو په بهیر مفصلې خبرې وشوې، افغانانو ته د ویزو اساني، په تحصیلي، طبي او نورو برخو کې د همکارۍ یادونه هم وشوه، ښاغلي جوهري افغانستان یو تاریخي ویاړلی هیواد یاد کړ، د آزادۍ لاسته راوړلو او ستونزو په زغمولو کې يې د افغانانو ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې جګړه ځپلی افغانستان د پرمختګ بهیر هم تجربه کړي.

‏تر څنګ یې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ په وروستیو تعاملاتو او راتلونکو اړیکو او هغه ساحو هم خبرې وشوې چې ګډ کار او همکاري پکې ممکنه ده.

‏ښاغلي جوهري راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د رسمي مسوؤلینو، سوداګرو او ګرځندویانو په تګ راتګ هم خبرې وکړې او یاده چاره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې رغنده وبلله