‏کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د ماليزيا د ١٧ پاچا د ټاکل کېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.

کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د ماليزيا د ١٧ پاچا د ټاکل کېدو په مراسمو کې ګډون وکړ.

‏د مالیزیا په شاهي ماڼۍ استانه نګارا کې ښاغلی سلطان ابراهیم سکندر د مالیزیا د ۱۷ پاچا په حیث وټاکل شو، په یادو مراسمو کې د برونای سلطان، د بحرین پاچا، د سنګاپور لومړي وزیر، دا رنګه د مالیزیا د ټولو ایالتونو پاچاهانو، د مالیزیا صدراعظم، د کابینې وزیرانو، سفیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

‏په یاده غونډه کې نوي سلطان ته شاهي نښانونه وسپارل شول او تر پنځو کلونو به د مالیزیا پاچا وي.