په ماليزيا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د کاديلان ملي ټولنې کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ!

په ماليزيا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقيب الله احمدي د کاديلان ملي ټولنې کلنۍ غونډه کې د رسمي بلنې په اساس ګډون وکړ، په ياده غونډه کې د ماليزيا هيواد صدراعظم ښاغلي داتو سري انور ابراهيم، د يادې ټولنې مشرې او د صدراعظم مېرمنې ډاکټره وان عزیزه، د بهرنيو چارو وزير نور ګڼ شمېر وزیرانو، سفیرانو او د سياسي ګوندونو استازو ګډون کړی وو.