لیکنه: ډاکټر شازلینا زین العابدین
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سويلي آسیا هېوادونو رئیسه
په کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت مرستیال
د هېوادونه د اغېزمنې پېژندنې او واقعیتونو د درک په برخه کې اړتیا ده، چې تجربه شي او له نیژدې وکتل شي، څو په یې اړه د پرېکړې کولو یا اټکل اړوند بشپړ ډاډ تر لاسه شي او مالیزیا یو له دغو هېوادونو گڼل کېږي. د همدې موخې لپاره د مالیزیا د تخنیکي همکاریو پروگرام (MTCP) په دې هېواد کې د نرم ځواک د بریا لار بلل کیږي. د دې پروگرام گډونوال د یوې ځانگړې موضوع په اړه له دوو څخه تر درې اونیو روزنیزې زده کړې لپاره مالیزیا ته راځي، د کورس تر څنگ له ځینو نامتو څېرو سره لیدنې هم کوي او له یو بل سره اړیکې جوړوي. دوی د ماليزيا ښکلا او څرنگوالی له نږدې ویني، ډیری وخت لومړي ځل راتلونکي خلک د خوښۍ او حیرانتیا احساس وکړي.
په مالیزیا کې گڼ او ستر ښارونه عادي دي، خو هیڅکله داسې نه ده شوې، چې يا دې لوړې ودانۍ په دوديزو ودانیو ورگډې شوې وي ، او یا دې د ماليزیا د گڼې گوڼې، مخ پر ودې او خوځنده ښارونو ورگډې شوې وي، چې ارام، خوشحاله او خاموشه دي لکه کوالا پیله او تایپنگ. که څه هم مالیزیا د پرمختگ او دودیزتوب تر منځ خپل “روح” او توازن ساتلی دی.
دا هغه ځانگړنه ده چې ډېری نور هیوادونه یې نه لري. په دې وروستیو کې ما یو بل هیواد وموند، چې باید د باور او حقيقت ترلاسه کولو په موخه له نږدې وکتل شي، هغه افغانستان دی. که چیرې مونږ په هر هغه څه چې د افغانستان په اړه ليکل شوي، باور کړی وای؛ نو مونږ بايد داسې فکر کړی وای، چې دا یوه داسې بې قانونه ځمکه ده چېرې چې زورور حقدار دی، جنگسالاران د خپلو مټو په زور واک چلوي او افغان مېرمنې له دې ویرې ځانونه پټوي، چې ښکاره او ونه لیدل شي.
ماته دا امتیاز راکړل شو، څو د روان کال د اپریل میاشتې په پای کې کابل ته سفر وکړم. که رښتیا ووایم زه نه پوهیدم، چې څه تمه ولرم! که ما ځینو کیسو ته غوږ نېولای وای، شونې وه، چې زه به په دوبۍ کې د تگ پر مهال پاتې شوې وم. خو زما تنده پر ما غالبه شوه، دا یو داسې هیواد و، چې نه یوازې د یوه، بلکې د نړۍ د دوه سترو ځواکونو د جگړې ډگر و، خو هیچا ونه شو کولای دا هېواد تر خپل اغېز لاندې راولي او ویې نیسي یا یې د جگړې د غنمیت په توگه تر واک لاندې راولي.
کابل مې لومړی ځل د سهار په ۹ بجو، په رښتیا هغه مهال ولید چې له الوتکې ښکته شوم، افغانستان د نورو پرمختللي هېوادونو په څېر ښکارېده. نارینه د لارې په اوږدو کې خپلو دندو ته روان و، هلته مېرمنې وې چې خپل ماشومان يې تر لاسو نيولي وو او په کوڅو کې تېریدلې چې ښایي خپل اولادونه به یې ښونځیو ته وړل. هلته د موټرو گڼه گوڼه هم زیاته وه، ځکه هغه مهال د رسمياتو د پېل وخت و.
هیڅوک د چاودنې له ویرې ورخطا او په منډه نه ښکاریدل، دريشۍ درلودونکو ترافیکي پرسونل سره وسلې نه لیدل کیدې او مېرمنو عادي حجابونه او پړوني اغوستي وو او هیڅ بورقه (چادري) په نظر رانغله.
یواځینی حالت، چې ما په کې ویره محسوس کړه هغه دا و، کله چې موټروان غوښتل ما له هوټل سره ښکته کړي، نو د هوټل امنیتي کسانو ټینگار وکړ څو موټر وپلټي او زما پاسپورټ وگوري، چې دا کار د هندوستان پنځه ستوریزې تاج ماڼۍ ته د ننوتلو پر مهال هم یوه عادي خبره ده؛ نو د داسې یوه هیواد لپاره، چې د مالیزیا په څېر د امنیت څخه برخمن نه وي، د دا ډول امنيتي تدابیرو نیول يو عادي کار دی.
ما په کابل کې له یوې اونۍ څخه زیاته موده تیره کړه، له خلکو او چارواکو سره مې لیدنې وکړې؛ څو پوه شم، چې ولې داسې یوه ښکلې خاوره د ډیرو ننگونو سره مخ ده. څومره، د تم کېدو په ډېرو ورځو کې مې، په همغه کچه له ډېرو خلکو سره وکتل او ډېره ښه وپوهېدم، چې څنگه منفي روایتونه او داستانونه د یو هېواد اقتصادي پرمختگ ته زیان رسولی شي. په ځانگړې توگه کله، چې دا منفي کیسې په نړیواله کچه او په مشهورو رسنیو کې خپرې شي. هغه متل را یاد شي، چې “هیڅکله په هر ليکل شوي شي باور مه کوه”.
دا د یو هیواد لپاره خورا ستره خبره ده، چې دوه څلوېښت کلنې جگړې، اشغال او بې ثباتۍ سره مقابله وکړي. زما سفر د طالبانو واک ته له رسېدو پوره ۹۶۶ ورځې وروسته و. اوسمهال، حکومت د سختو امنیتي تدابیرو په نیولو سره عادي حالت رامنځته کړی دی.
له شک پرته زه په ډاډ نه شم ویلی، چې په افغانستان کې ټولې چارې او هر څه سم دي، خو د شرایطو په نظر کې نیولو سره هرڅه د امکان تر بريده ښه دي. ډېر کارونه پاتې دي، چې بايد تر سره شي. د يو داسې هیواد لپاره ډیر څه باید وشي، چې دوی دوام ته اړتیا لري، څو خپل هیواد ته یو روڼ سبا راولي او تر پخوا یو ښه داستان ولري.
څنگه، چې ډیری هیوادونو په گڼو برخو او سکتورونو کې له یاد هېواد سره د مرستې کولو وعدې کړې دي، اوس ننگونه دا ده چې په تېزۍ سره د بدلون څخه ډاډ تر لاسه شي. ډیر ځله يو هېواد ځکه رالوېدلی دی، چې په ډیر گړنديتوب خورا مخکي تللی دی، خو ډیر ځله يو هېواد ځکه وروسته پاتې شوی دی، چې د وخت سره یې بدلون نه دی کړی.