مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د ارشیف له عمومي رئیس ښاغلي داتو جعفر صدیق سره د ارشیف عمومي ادارې په دفتر کې ولیدل.

اده لیدنه کې د ارشیف د عمومي رئیس سربېره د نوموړې ادارې د مهمو ریاستونو رئیسانو او مسؤولینو هم ګډون درلود، چې په پیل کې یې د مالیزیا د ارشیف په اړه د پرېزنټېشن په بڼه عمومي او تفصیلي معلومات وړاندې کړل. ورپسې ښاغلي احمدي، د افغانستان د ارشیف اړوند معلومات شریک کړل، چې افغانستان زرګونه کلونه لرغونی تاریخ لري، مختلفې امپراطورۍ او تمدنونه هلته تېر شوي دي، له هرې دورې زیات شمېر تاریخي، کلتوري، تمدني او خطی اثار پاتې دي، چې په ملي ارشیف کې ساتل کېږي. دا رنګه د دواړو هېوادونو د ارشیف ادارو ترمنځ د همکارۍ په پرانیستلو او پراخولو خبرې وشوې. مقابل لوري هیله څرګنده کړه چې راتلونکي کې به د مالیزیا د تخنیکي زده کړو پروګرام تر چتر لاندې د افغانستان د ارشیف ادارې سره دوه اړخیزه همکاري ولري، چې د متخصصینو روزنه، د سسټمونو تبادله او د اسنادو په ډیجیټلایزېشن برخه کې به همکاري پکې شامله وي. له مجلس وروسته د مالیزیا په ارشیف کې د افغانستان اړوند د ځینو پخوانیو اثارو، لیکنو، تاریخي سندونو، ډیپلوماټیکو نوټونو او ګڼ شمېر نورو تاریخي توکو څخه لیدنه وشوه.