‏مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د سره صلیب نړیوال کمېټې د سوېیل ختیځې آسیا له ساحوي مسوؤل سره ولیدل

‏کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د سره صلیب نړیوالې کمیټې د سوېیل ختیځې آسیا له ساحوي مسوؤل ښاغلي جوان پیډرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

‏په یاده ناسته کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د ښاغلي احمدي له لوري مفصل معلومات وړاندې شول، د بشردوستانه مرستو په وېش کې د اوسني دولت پر شفافیت او منظموالي خبرې وشوې او د وروستیو طبیعي پېښو له امله د زیانمن شویو افغانانو لپاره د بشري مرستو پر زیاتوالي ټینګار وشو. دغه راز له افغاني سرې میاشتې سره د همکارۍ پر پراخولو او اړیکو ټینګولو هم خبرې وشوې.

‏ښاغلی پیډرو تر دې وړاندې په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې اړوند ماموریت مخته وړی دی، اوسمهال د تایلند په شمول د سوېیل ختیځې آسیا هیوادونو ساحوي مسوؤل دی. ډاډ یې څرګند کړ چې په راتلونکي کې به د اړیکو پر پراختیا او مرستو پر ډېروالي ټینګار وکړي. دغه راز یې زیاته کړه چې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په لومړیتونو کې افغانستان ځای لري ځکه افغانستان د اوږدې جګړې قرباني پاتې شوی، زیاتې مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.