په کوالالمپور کې د.ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د برونای دارالسلام هېواد له سفیر ښاغلي داتو محمود سادین سره ولیدل.
یاده لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان او بروناي ترمنځ د اړیکو په څرنګوالي او بهیر بحث وشو، چې مالیزیا کې د ا.ا،ا لوی سفارت د برونای لپاره هم کار کوي. دا رنګه د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د نږدې او پیاوړو اړیکو پر ارزښت او راتلونکي کې د اړیکو پر جوړولو او پیاوړي کولو هم خبرې وشوې.
ترڅنګ یې په افغانستان کې په سرمایه ګذارۍ او تجارتي فرصتونو هم خبرې وشوې چې برونای پکې مرسته او همکاري کولی شي، مقابل لوري هم راتلونکي کې د اړیکو د پراختیا او مرستې ډاډ څرګند کړ.
په اسیا کې له مالدیف وروسته برونای کوچنی اسلامي او تر ټولو بډایه هیواد دی، چې د اسیا په سوېل ختیځ کې موقعیت لري.