‏مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست د مالیزیا د دیني چارو له وزیر سره ولیدل

‏کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا د دیني چارو له وزیر ښاغلي داتو سیتیا دوکتور محمد نعیم مختار سره په خپل دفتر کې ولیدل.

‏ښاغلي احمدي د دیني چارو وزیر ته په سفارت کې ښه راغلاست ووایه او د هغه په راتګ يې خوښي څرګنده کړه.

‏یاده لیدنه کې د تاریخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو بحث وشو، ښاغلي احمدي له افغانستان سره په اړیکو او لېوالتیا کې د مالیزیا د اوسني لومړي وزیر ښاغلي انور ابراهیم پاملرنه مثبته او د مننې وړ وبلله، هیله یې څرګنده کړه چې د نوموړي هڅې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي او نږدې والي لامل وګرځي.

‏د دې ترڅنګ په دیني چارو لکه حج، زکات او وقف په برخه کې د همکارۍ په پیلولو او پراخولو هم خبرې وشوې، ښاغلي احمدي له ښاغلي وزیر وغوښتل چې په یادو برخو کې ورسره د مالیزیا د بریالۍ تجربې په شریکولو سره خپله همکاري ونه سپموي.

‏دغه راز راتلونکي کې د لوړې کچې تعاملاتو او تګ راتګ ته زمینه سازي وشي ترڅو دواړه هېوادونه د اړیکو نوی بهیر او نږدې والی تجربه کړي.

‏ښاغلي مختار د ا.ا.ا. له نویو مسؤولینو سره په لیدو خوښي څرګنده کړه او افغانستان یې دوست مسلمان هېواد وباله، راتلونکي کې یې د ښو اړیکو هیله څرګنده کړه او له خپل اړخه یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.