مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست او د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي ریاست رئیس د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره ولیدل

دبهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست رئیس ښاغلي مفتي نور احمد نور او د سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت په دفتر کې د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي ښاغلي داتو احمد اعظم سره په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. په پیل کې له ښاغلي اعظم نه د آزادۍ ورځې لمانځغونډه کې د ګډون له امله مننه وشوه او د مالیزیا د آزادۍ د ورځې په مناسبت مبارکي ورته وویل شوه. دا رنګه د افغانستان د وروستیو سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو په اړه مفصل بحث وشو او راتلونکي کې د اړیکو د پراختیا، د ډیپلوماټیک تعامل د کچې لوړولو، کابل کې د سیاسي حضور په پیلولو او ګڼو نورو ورته موضوعاتو خبرې وشوې. له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره په اړیکو په ځانګړي ډول په سیاسي برخه کې د پرمختګونو په اړه خبرې وشوې او غوښتنه وشوه چې دغه پرمختګونو ته په کتو مالیزیا هم همکارۍ ته پراختیا ورکړي. ښاغلي اعظم له افغانستان سره د مالیزیا د لومړي وزیر په لېوالتیا خبرې وکړې او هیله یې څرګنده چې د مالیزیا لوړ پوړي چارواکي کابل ته سفر وکړي.