کوالالمپور کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست او د لومړي سیاسي ریاست رئیس د مالیزیا سټراټیژیکو او نړیوالو مطالعاتو انسټېټیوټ له رئیس ښاغلي پروفیسور ډاکټر محمد فیض عبدالله سره ولیدل.

ښاغلي مفتي نور احمد نور د سفارت د سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي په ملتیا د مالیزیا د سټراټیژیکو او نړیوالو مطالعاتو انسټېټیوټ له رئیس سره د نومړي په دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. یاده لیدنه کې ښاغلي مفتي نور د افغانستان په تاریخ، اوسنیو حالاتو، د نوي افغان دولت او وروستیو پرمختګونو په اړه مفصلې خبرې وکړې، ښاغلي مفتي نور د ا.ا د بهرني سیاست په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، د متوازن او اقتصاد محوره بهرني سیاست په اساس یې د سیمې له هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره تعامل ته د افغانستان چمتو والی څرګند کړ. دا رنګه ښاغلي احمدي له مالیزیا سره په وروستیو پرمختګونو او اړیکو کې د پراختیا په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه، تر څو په یاد انستیتیوت کې د افغانستان اړوند کنفرانسونه جوړ شي او د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو له مرکز سره ګډ کار وشي. ښاغلي پروفیسور محمد فیض په یاده لیدنه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان په اړه یې د مالیزیا تاریخي اړیکو اړوند وویل، چې افغانستان سره اړیکې د اوسني لومړي وزیر ښاغلي انور ابراهیم په هڅو د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال پیل شوې دي، چې ښاغلی لومړی وزیر اوس هم افغانستان سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري. دا رنګه د کنفرانسونو او ګډ کار اړوند یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.