کوالالمپور کې د ا.ا.ا. لوی سفارت له لوري د مالیزیا صباح پوهنتون کې د سروزرو مډال ګټونکی افغان استاد وستایل شو

د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د مالیزیا صباح پوهنتون د بایو ټکنالوژي څانګې افغان استاد ښاغلی ډاکټر محمد داوود شاه، چې د یوې بریالۍ څېړنې په نتیجه کې یې د مالیزیا د صباح ایالت وزیر اعلی له لوري د سرو زرو مډال تر لاسه کړی دی، د سفارت له خوا هم نوموړی د ستاینلیک او تحفې په ورکولو سره وستایل شو. په مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت له لوري د ټولو افغان محصلینو او علمي کدرونو هر راز ستونزو ته د رسېدنې تر څنګ به د هغوی ستاینې او تشویق په موخه همیشنۍ هڅې دوام ولري.