مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست د اسلامي سیاحت په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

په مالیزیا کې د ا.ا.ا لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي، د یاد هيواد په پلازمینه کوالالمپور کې د اسلامي تورېزم په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ، په یاد کنفرانس کې د مالیزیا هیواد د تورېزم وزارت معین، نورو دولتي مسؤلینو، د بهرنیو هیوادونو سفیرانواو ګڼ شمېر مېلمنو ګډون کړی وو. په کنفرانس کې د اسلامي تورېزم پر ودې، مشهورو اسلامي هیوادونو ته د سیلانیانو په وروستیو ارقامو او د اسلامي هیوادونو تر منځ په همکارۍ بحث وشو.