په مالیزیا کې د ا.ا.ا. لوی سفارت سرپرست ښاغلي نقیب الله احمدي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو وزير مشاور ښاغلي داتو احمد اعظم سره په خپل کاري دفتر کې په ګڼو موضوعاتو د بحث په موخه ولیدل. په یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې پر مثبتو پرمختګونو خبرې وشوې دغه راز مالیزیا ته د معارف وزارت د مسؤلینو پر سفر، ظرفیت لوړونې، روزنیزو برنامو کې د ګډون او دولتي مسؤلینو سره د لیدنو په موخه بحث وشو. دواړه لوریو راتلونکي کې د ګډو ګټو پر بنسټ پیاوړو اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړه.